عمران خان: هند به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي هېواد یې اندېښمن دی چې هندوستان به د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره کار واخلي.
هغه دا خبرې نن په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د پانګونې او سوداګرۍ د فوروم (مجمع) په پرانیست غونډه کې وکړې.
هغه زیاته کړه: "په پاکستان کې یوه اندېښنه شته چې هندوستان به په زموږ په هېواد کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو او د بې ثباتۍ لپاره افغانستان وکاروي، خو موږ دلته پرېکړه کړې څه چې د افغانستان خلک غواړي موږ یې ملاتړ کوو، ښې اړیکې ورسره جوړوو، ځکه د دې سیمې راتلونکې د افغانستان او پاکستان په اړیکو، همکارۍ او سوداګریو تړلې ده."
عمران خان او پاکستاني چارواکو مخکې له دې هم داسې ادعاوې کړي چې هندوستان د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره هڅې کوي.
افغان چارواکو او یا د هندوستان حکومت تازه د عمران خان د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو پخوا افغان چارواکو ویلي و چې هیڅوک د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد نه کاروي او نه دوی اجازه ورکوي.