د ای پي ایل سیالیو دوام؛ نن کلکته او پنجاب لوبه کوي
د هند د ای پي ایل سیالیو په دوام نن شپه شپږ نیمې بجې د کلکتې نایټ رایډرز او کینګز ایلیون پنجاب ترمنځ لوبه کېږي.
د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
چنای سوپر کېنګز د ۶ لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۱۴۶ منډې وکړې او مقابله لوبډله بیا د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې ۱۵۰ منډې وکړې.
همدارنګه ممبيي انډينز د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې او راجستان رایلز بیا ټاکلی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې پوره کړ.
د لومړي پړاو لوبې به د نوومبر تر درېیمې دوام وکړي.