په هرات کې د فوټسال جام سیالۍ پیل شوي
![په هرات کې د فوټسال جام سیالۍ پیل شوي](https://gdb.rferl.org/f2f69f2c-6cda-4cb0-bac7-4e4bab355e97_cx10_cy29_cw65_w800_h450.jpg)
په هرات کې د سولې بهیر په ملاتړ د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د بدني روزنې ریاست فني او مسلکي مدیر ضیا الحق ضیا نن ازاي راډيو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې ده.
د ښاغلي ضیا په خبره یادې سیالۍ د ۴۰ ورځو لپاره دوام کوي چې هره ورځ به دوه لوبډلې سره مخ شي.
د نوموړي په خبره، یادې سیالۍ د سولې له بهیر د ملاتړ او د لوبغاړو د پیاوړتیا په هدف ترسره کېږي.