ارمینیا او اذربایجان درېم اوربند هم مات کړ
![ارمینیا او اذربایجان درېم اوربند هم مات کړ](https://gdb.rferl.org/934a49dc-3bdf-4988-946b-dc0d055e152e_w800_h450.jpg)
د تېرې سېپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د بېلې شوې سیمې ناګورنو قرهباغ پر سر د اذربایجان او ارمینیا په روانه جګړه کې په سلګونه کسان وژل شوي دي. ناګورنو - قرهباغ د اذربایجان د خاورې برخه ده، خو ارمینیايي وګړي هلته په اکثریت کې دي او له ۱۹۹۴ز کال راهیسې واکمنان دي.