'بورات دوه' کمېډي فلم نندارې ته وړاندې شوی
بورات دوه کمېډي فلم تېره اوونۍ نندارې ته وړاندې شو.
بورات د یوه قزاقستاني ژورنالېست له عجیبو کیسو او پېښو ډک کمېډي فلم دی.
د بورات په نوم یو فلم په ۲۰۰۶ کال کې جوړ شوی و چې ګڼو خلکو خوښ کړ او دا دی له ۱۴ کلونو وروسته یې دویم فلم راووت.
دا فلم هم بورات نومېږي.
چې د انګلستان او هالیوود سینما مشهور او پېژندل شوی لوبغاړی دی د بورات په نوم د یوه قزاقستاني ژورنالېست او مستند جوړونکي رول ادا کوي.
د فلم کیسه داسې ده چې قزاقستانی ژورنالېست او مستند جوړونکی بورات چې امریکا ته په لومړي سفر سره د خپل هېواد او خلکو نوم په نادیدګیو او مسخره کارونو بدوي باید په خپل دویم سفر کې بېرته د وطن او خلکو نوم روښانه کړي.
بورات په دې سفر کې بیا هم ګلان کري داسې چې غواړي ټرمپ ته رشوت ورکړي او خپله لور د ټرمپ مرستیال مایک پنس ته ور واده کړي.
د بورات په دواړو دغو فلمونو کې لوبغاړی په قزاقستان کې د ټولنې ټول عیني واقعیتونه چې رژیم څومره په خلکو محدودیت وضع کړی او څه ډول واک چلوي یو په یو په کمېډي ژبه بیانوي.
ساشا بارون کوهن په خپلو مرکو کې ویلي چې د قزاقستان چارواکو د ده د فلمونو د کم اهمیته ښودلو لپاره میلیونونه ډالره مصرف کړي دي.
قزاقستان د منځنۍ اسیا له هغو هېوادونو بلل کېږي چې پکې د بیان ازادي محدوده ده او خلک په ازادانه توګه سیاسي فعالیتونه نه شي کولای.