امریکا یو افغان د برمته کولو د یوې پېښې په تړاو دغه هېواد ته وروستی
![امریکا یو افغان د برمته کولو د یوې پېښې په تړاو دغه هېواد ته وروستی](https://gdb.rferl.org/12d6e7cf-8283-4eb3-b8d1-e4bf0b3961e6_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا د فدرالي ادارې چارواکو اعلان وکړ چې یو افغانیې متحده ایالاتو ته د ۲۰۰۸ کال د برمته کولو د یوې پېښې په تړاو راوستی دی.
حاجي نجیبالله پرون په نیویارک کې محکمې ته وړاندې شو. پر ده تور دی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د نیویارک ټایمز خبریال ډېوېډ راډ او افغان خبریال طاهر لودین له یوه موټر چلوونکي سره په افغانستان کې برمته کړي وو.
د فدرالي ادارې چارواکو وویل چې ۴۲ کلن نجیبالله یې چې د افغانستان تابعیت لري له اوکراین څخه امریکا ته بیولی دی.
دا دوه خبریالان وروسته له اوو میاشتو د پاکستان د قبایلو له یوې سیمې وتښتېدل. دوی په افغانستان کې نیول شوي وو بیا یې په زوره پاکستان ته لېږدولي وو او د دوی موټر چلوونکی د دې پېښې قرباني شو.