پروان کې ۵ تنه د یوه ځوان د وژلو په تړاو نیول شوي
د پروان د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر مشر سلیم نوري ازادي راډیو ته وویل، پولیسو دا کسان د چاریکار ښار په یوولسمه ناحیه کې د پنجشنبې په ورځ نیولي دي.
راپورونه وايي تر دې دوه ورځې مخکې یو ځوان هلک په چاریکار کې په ډزو وژل شوی و.
د دې پېښې علت او انګیزه تر اوسه روښانه نهده.
