چارواکي: بدخشان کې هوايي بريد ۲۰ وسلهوال طالبان ووژل
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "هوايي ځواک پر هغو سنګرونو چې پهخوا د ولسي پاڅونوالو وو او طالبانو هغه سیمه نیولې وه، برید وکړ چې د طالبانو نږدې ۳ مورچې ویجاړې شوي او د دولت ۲۰ وسلهوال مخالفان وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي"
طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
د راپورونو له مخې طالبانو نږدې دوې اوونۍ وړاندې د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار په اتمه حوزه کې د بریفتل سیمه ونیوله.
