امریکا، يمن ته ۲ توغندي لېږدوونکې ایرانۍ کښتۍ نيولي
د امریکا متحده ایالتونه وايي، دوه ایرانۍ کښتۍ یې چې د دې هېواد د سپاه پاسداران قدس ځواک څو ډوله توغندي یې یمن ته لېږدول نیولي دي.
د امریکا متحده ایالتونو همدارنګه اعلان کړی چې هغه تېل یې هم پلورلي چې د اګست میاشت کې یې وینزویلا ته روانې یوې ایرانۍ کښتۍ کې ضبط کړي وو.
د امریکا د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، د امریکا دوه کښتیو د ۲۰۱۹ م کال په نومبر کې او د ۲۰۲۰ م کال په فبرورۍ کې دوه بې بیرغه کښتۍ په عرب سمندرګي کې ودرولې او له دواړو کښتیو یې بېلابېل توغندي ترلاسه کړل.
امریکايي چارواکي وايي، د ایران قدس ځواک غوښتل دا وسلې په یمن کې حوثي یاغیانو ته ورکړي چې د یمن د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګیږي.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي د ایران هغه یو میلیون او زر بیلر تېل چې ټاکلې وه وینزویلا ته انتقال شي او امریکا ضبط کړي وو، پلورلي او پیسې د تروریستي پېښو قربانیانو ته ورکړي.
ایران تر اوسه د دې ادعاوو په اړه څه نهدي ویلي.