د افغانستان عامې روغتیا وزارت: د پخوانيو چارواکو دوسیه لویې څارنوالۍ ته تللې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پخوانيو لوړپوړو چارواکو د وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې دوسیه لویې څارندوالې ته تللې ده.
د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د عامې روغتیا وزارت د پخوانیو چارواکو دوسیې د څېړلو لپاره یو هئيت ټاکل شوی.
د دې ادارې ویاند جمشید رسولي ازادي راډيو ته وویل د دې دوسې د څېړنو چارې په چټکۍ سره دوام لري.
ښاغلي روسولي زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت په اړه هغه کومه قضیه چې موږ ته رالیږل شوي په اړه یې څېړنې روانې دي، د دې ترڅنګ چې د لوې څارنوالۍ اړوند برخې په دې اړه کار کوي، یو ځانګړي هئيت هم په دې تړاو جوړ او عامې روغتیا وزارت ته استول شوی، تر څوې په دې اړه څېړنې ژر تر ژره بشپړې شي او د قانون په رڼا کې خلکو ته اطلاع رسونه وشي."
ښاغلي رسولي وايي، دغه دوسیه میاشت وړاندې څارنوالۍ ته استول شوې.
د افغانستان د بازرس ادارې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروز الدین فیروز او ورسره پنځه همکاران یې د کرونا په بحراني حالت کې د جزا کوډ د ۳۸۸ ماده ( اختلاس) ۳۸۹ ماده (عامه ګټو ته زیان ) ۴۰۳ ماده ( له وظیفوي صلاحیتونو ناوړه ګټه ) او ۴۰۷ ماده ( له لوړ رتبه احکامو سرغړونه او یا په ټپه درول) په تور لويه څارنوالۍ ته معرفي کړه.
د دې ادارې د معلومات له مخې د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز، مالي او اداري معین ماموسی زیور، د اضطراري حالتو د مرکز مسؤل میرلیث مصطفی، د معالجوي طب استازی و معاینې هئیت غړی حیاتالله نوابي، د فارمسۍ ریاست استازی او معاینې هئیت غړی ناصر اسلام، او د بيړنیو پېښو د امریت استازی عبدالرازق ابراهیمي هغه کسان دي چې د روان کال د میزان په شپږمه لویه څارنوالۍ ته معرفي شوي.
خو ازادي راډيو د فیروزالدین فیروز او د همکارانو په اړه د شویو ادعاو په تړاو ځيني اسناد ترلاسه کړي چې له مخې یې د روان لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۱ نېټه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ۸ د ( CR) او ۱ د (DR) ماشینونه تدارکاتي چارې پیل کړې.
ښاغلي فیروز د دغه توکو د پېرلو لپاره د طبي توګو یو شخصي کمپنۍ (قیس انیل) سره د قرار داد چارې روانې کړې چې په پایله کې له دې کمپنۍ سره قرار داد لاسلیک نشو.
خو کمپنۍ له وړاندې د عامې روغتیا وزارت مرکزي سټاک ته ځینې طبي توکي انتقال کړي و.
دا چې ولې قرارداد لاسلیک نشو او د قرارداد نه لاسلیک په صورت کې دغه کمپنۍ ولې خپلې ځینې طبي توکي وزارت ته انتقال کړې و، د یادې کمپنۍ مشر محمد صدیق صدیق ازادي راډيو ته په لیکلي بڼه یو استول شوي پیغام کې وایی: "قیس انیل کمپنۍ د دې لپاره ځیني طبی توکی د عامې روغتیا وزارت مرکزي سټاک ته انتقال کړه چې په هغه وخت کې د کرونا څپې سختې وې او وزارت د ځیني تولیدي او توریدي طبی شرکتونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، قیس انیل کمپنۍ خپل ۸ قلمه توکي وزارت ته انتقال کړه چې د قراداد نه لاسلیک کېدو وروسته دغه توکي د یوې میاشتې په تېرېدو سره بېرته ترلاسه شوه.
ښاغلی صدیق وايي، د قرار داد د نه لاسلیک کېدو دلیل د عامې روغتیا وزارت د دې توکو لوړ قیمت په ګوته کړی دی. هغه څه چې په وزارت کې یې ځیني سرچینې هم تأیید وي.
خو د عامې روغتیا پخواني وزیر د قرارداد په نشتون کې د وزارت مرکزي سټاک ته د انتقال شویو ځینو اجناسو د تسلمۍ حکم ورکړی.
مرکزي سټاک د دغو توکو تسلمي اخلي او پرته له دې چې دغه توکي معاینه شي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي (ماموسي زیور) په حکم د ځینو یې د وېش لړۍ پیلیږي چې په لومړي ګام کې یو دانه (سيار) ماشین او ځیني طبی توکي کندهار ولایت ته د حمل میاشتې په ۱۹ مه نېټه انتقالیږي.
که څه هم ښاغلی زیور له ازادي راډيو سره خبرو ته حاضره نشو خو هغه اسناد چې ازادي راډیو تر لاسه کړي په هغې کې د دې ماشین او ځیني طبي توکو د لېږد دلیل په کرونا يی حالت کې عاجله اړتیا ښودل شوې.
خو مهم خبره دا ده چې د ځينو طبي توکو پرته انتقال شوی ماشین له څلورو میاشتو وروسته د استفادې پرته بېرته کابل مرکزي سټاک ته انتقالیږي.
دا چې ولې، د کندهار د عامې روغتیا رئیس محمد طاوس اشرف نادري وايي: "ماشین چې کله موږ ته راولیږل شو ،فکر کوم چین هېواد جوړ کړی و، کله چې موږ ته دغه ماشین راغی نو زموږ همکاران یې په استفاده نه پوهېدل، چینايي پرې لیکل شوې وه، کله چې نوی وزیر (جواد عثماني) راغی نو له موږ څخه غوښتنه وکړه چې دغه ماشین بېرته کابل ته ولیږو،دغه ماشین بیا کابل ته انتقال شو."
خو د وزارت اداري رئیس عبدالقیوم مرزي چې د دې طبي توکو رسمي اسناد (قرارداد) یې نهو ترلاسه کړي هم په تینګار سره وايي، چې هغه مهال هر ګام د خلکو د ژغورولو لپاره پورته شوی.
دی وویل: "په هغه وخت کې همدغه ماشینونو ته اړتیا وه چې وزارت د مقام په امر سره باید دغه ماشینونه مرکزی سټاک ته انتقال شوی وای، ځکه د دې توکو قرارداد نه موږ وویل چې دغه توکي نه تسلیمه وه، خو د وزارت مقام هدایت راکړ چې د وخت د اړتیا ته په کتو سره دغه توکي باید تاسي تسلیم شي او د خپل معتمد په نوم یې قید کړئ."
د دې وزارت د ټرانسپورټ برخې مسؤل حیمد بهزاد هم کندهار ته د ځیني طبي توکو او انتقال شوي ماشین په اړه داسې وايي: "موږ له مرکزي سټاک څخه توکي ترلاسه کړه او هوايي ډګر ته مو انتقال کړه، خپله فیروز الدین فیروز چې هغه مهال کندهار ته روان و، موږ دغه توکي له نظامي ډګر څخه د کندهار ملکي هوايي دګر ته انتقال کړه او له وزیر صاحب سره په ګډ دغه توکي د کندهار عامې روغتیا ریاست ته تسلیم کړه."
خو د افغانستان عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروز الدین فیروز بیا د شویو ادعاو په اړه ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې وویل،په هغه وخت اړتیا وه چې د خلکو ژوند ته مو لومړیتوب ورکړای وای.
هغه وايي، وړاندې له دې چې تدارکاتي او قانوني لارو څخه استفاده شوې وای، په هغه وخت کې له کرونا څخه د خلکو ژوغورل یوه مهمه چاره وه.
د دې ټولو ادعاکانو د ښه څېړولو لپاره هغه اسناد چې ازادي راډیو ترلاسه کړي په هغې کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو او حقوقي برخو یو تفصلي راپور لیکلي چې د هغې راپور په پایله کې د عامې روغتیا وزارت پخوانیو چارواکو او د دې وزارت د تدارکاتو ریاست له لوري ټول پورته شوي ګامونه د تدارکاتو د ۱۰۷ حکم د څلورمې فقرې د طرزالعمل سره په خلاف کې ښودل شوي.
د تدارکاتو د قانو په یاد ماده کې راغلي. "څارونکی انجنیر، د قرارداد مدیر یا د معاینې هئیت، باید د کار د اجرا تصدیق نامه یا هم د تدارکاتو د منلو یا رد اسناد په مناسب وخت او د قرارداد له مخې صادر کړي."
موږ هڅه وکړه چې د دې قرارداد ټولیز قیمت د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړو خو دوی په دې برخه کې له خبرو ډډه وکړه.
تر دې وړاندې هم د فساد او اختلاس په اړه د ځینو نورو ادارو او وزارتونو لوړپوړي چارواکي د بازرس ادارې له لوري څارنوالۍ ته معرفي شوي خو لا یې په اړه معلومات نشته چې د هغوی دوسې تر کومه ځایه ورسېدې؟