افغان ولسمشر راشد خان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې حکم ورکړ
افغان ولسمشر د هېواد د کرکټ ځلانده ستوري راشد خان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې حکم ورکړ.
د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشرغني دا مډال د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د ملي اتل راشدخان د وروستيو سترو لاسته راوړنو او وياړونو له امله ورکوي.
راشد خان تازه د کرکټ نړيوالې شورا له خوا په شل اوريزه لوبو کې د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوی دی.
د يادونې وړ ده چې د اړوند ادارې له لوري د مډال د ورکړې لړۍ له بشپړېدو وروسته به ولسمشر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې راشدخان پر ستر دولتي مډال ونازوي.