امریکايي کانګرس په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایډن بری تایید کړ
د امریکا د کانګرس ګډې غونډې د انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) د رایو شمېر له لارې د ډېموکراټ ګوند جو بایډن د اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د نومبر درېیمې د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي ګټونکي په توګه اعلان کړ. د جنورۍ اوومې اقدام د منتخب ولسمشر بایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هیرېس په حق کې د انتخاباتي بهیر وروستی پړاو دی. دوی دواړه به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلو دندو لوړه کوي. کانګرس خپله غونډه د جنورۍ پر شپږمه شپې ناوخته د بلوه ګرو تر مظاهرو ساعتونه وروسته بیا پیل کړه. د ولسمشر ټرمپ ګڼ پلویان د کانګرس په ودانۍ ورننوتي ول. Читать дальше...