رستمي: د روان کال لومړۍ نیمایي کې څه باندې ۹ ټنه زیره تولید شوې
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړۍ نیمایي کې څه باندې ۹ ټنه زیره تولید شوې ده.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال په ټولیزه توګه ۱۲.۹۸۹ مټریک ټنه زيره تولید شوې وه.
د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د دې موندونو او شمېرو له مخې به، د تېر کال پرتله د زېري د تولید سږني کچه د پام وړ زیاتوالی ښيي.
دغه شان د کرنې وزارت د احصایې ریاست شمېرې ښیي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هېواده بهر د دې بوټي د صادراتو کچه د تېر کال د ورته مودې پرتله، زیات شوي دي او د دغو صادراتو ارزښت شپږ میلیونه او ۲۱۶ زره ډالرو ته رسېږي.
تېرکال د زېرې د صادراتو د ټولیز ارزښت شپږ میلیونه او ۴۳۱ زره ډالرو ته رسېدلې وه.
د کرنې وزارت ویاند وايي، دغو شمېرو ته په کتو د روان کال تر پایه د زيري د صادراتو کچه هم د پام وړ زیاتیږي.
په افغانستان کې بدخشان، جوزجان، ارزګان، دایکندي، نیمروز، زابل، هلمند، کندهار، بلخ، سمنګان، فراه، بادغیس او پکتیکا د زېري لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.
له زیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخېستل کېږي او په کور دننه او بهر ښه مارکیټ هم لري.