هند کې د کرونا ويروس ضد واکسین پروګرام پيل شو
هند نن د جنورۍ دوهمه په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین تر ټولو لوی پروګرام پیل کړ.
ویل کېږي دا به د نړۍ په سطح په دې برخه کې تر ټولو لوی پروګرام وي.
د حکومت یوه پلاوي پرون په بېړني ډول د اکسفورډ آسترازینیکا واکسین د تطبیق سپارښتنه وکړه.
تمه ده د واکسیناسیون د تطبیق کمپاین راتلونکې اونۍ وروسته له هغه پیل شي، چې د هند د درملو د کنټرول مسئولین وروستۍ تاییدي ورکړي.
هند د نړۍ په سطح دوهم لوی هېواد دی، چې د کرونا ویروس ډیر ځپلی دی.
څه باندې 10.2 میلیونه وګړي یې په کرونا ویروس اخته شوي دي.
دغه هېواد په پام کې لري، چې د ۲۰۲۱ کال تر نیمایې پورې د ۱،۳ میلیارده وګړو څخه ۳۰۰ میلیونه کسانو ته واکسین تطبیق کړي.
د آسترازینیکا واکسین لسګونه میلیونه دوزه په دې هېواد کې دي او ۹۶ زره روغتیایې کارکوونکي د دې واکسناسیون کمپاین لپاره روزل شوي دي.