د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي عربي اماراتو ته لاړل
![د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي عربي اماراتو ته لاړل](https://gdb.rferl.org/B3060E89-75BD-40CF-A47A-67E295D854A8_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي نن سې شنبه (د مرغومي ۱۶مه) له کابله متحد عربي اماراتو ته روان شول. دوی مخکې د ویزو ستونزه لرله.
د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک وایي: "له ښه مرغه تېره شپه افغان لوبغاړو د متحد عربي اماراتو ویزې ترلاسه کړې او هلته به روانه میاشت د پنځوس اورونو درې لوبې وکړي."
تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د جنوري په اتلسمه په دوبۍ کې او د جنوري په ۲۱مه او ۲۳مه په ابوظبۍ کې له ایرلنډ سره یو ورځنۍ لوبې وکړي.