د بریتانیا یوې محکمې امریکا ته د "جولیان اسانژ" د سپارلو غوښتنه رد کړه
د بریتانیا یوې محکمې د امریکا د متحدو ایالتونو هغه غوښتنه رد کړه، چې واشنګټن ته یې د ویکيلکس ویبسایټ د بنسټګر جولیان اسانژ د سپارلو لپاره کړې وه.
د لندن د محکمې قاضي ونیسا برایتزر وویل، اسانژ له رواني فشار سره مخامخ دی او روغتیا یې دا اجازه نه ورکوي چې امریکا ته دې وسپارل شي.
تر دې مخکې ویل شوي وو، د ځینو شواهدو له مخې که اسانژ امریکا ته وسپارل شي، ښايي ځانوژنه وکړي.
د امریکا حکومت ویلي چې د بریتانیا د دې محکمې د پرېکړې په اړه به د استنیاف غوښتنه وکړي.
۴۹ کلن جولیان اسانژ په ۲۰۱۰م کال کې په خپله ویبپاڼه کې د امریکا په زرګونو پټ دولتي او پوځي اسناد افشا کړل.
هغه په امریکا کې د جاسوسۍ د ۱۷ تورونو او د پټو اسنادو د خپرولو په تور مطلوب دی.