د قاهرې په يو حمام کې ماران مراجعين مساژ کوي
![د قاهرې په يو حمام کې ماران مراجعين مساژ کوي](https://gdb.rferl.org/C74124BC-66C7-4B2A-B830-6DB13577458B_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د مصر د پلازمېنې قاهرې په یوه حمام کې یو ډول بې زهره ماران مراجعین مساژ کوي.
په داسې حال کې، چې ماران د دوی پر بدن ورو حرکت کوي، مراجعین نرمه موسیقي هم اوري.
د حمام خاوند صفوت صدیقي وویل، د بې زهرو مارانو په واسطه مساژ د بدن د درد له کمېدو سره مرسته کوي.
صدیقي زیاتوي، هر مشتري د ۳۰ دقیقو مساژ په بدل کې ۱۰۰ مصري پاونډه ورکوي، چې د ۳۰ ډالرو معادل کېږي.