کرکټ؛ د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د سیالۍ وخت بدل شو
![کرکټ؛ د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د سیالۍ وخت بدل شو](https://gdb.rferl.org/0FD70248-7772-4570-8D9A-113DD744DB12_w800_h450.jpg)
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو د مسابقو وخت تغییر شو.
په پام کې وه چې د دوی لومړۍ مسابقه د جنورۍ په اتلسمه پیل شي، خو اوس ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جنورۍ په ۲۱مه په لومړۍ مسابقه کې سره مخامخ شي.
دواړه ټیمونه متحده عربي اماراتو ته رسېدلي او نړیوال جام ته د غوراوي په لړ کې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ته تیاري نیسي.