ټویټر، انسټاګرام او فيسبوک د ټرمپ اکاونټونه په مؤقت ډول بندوي
![ټویټر، انسټاګرام او فيسبوک د ټرمپ اکاونټونه په مؤقت ډول بندوي](https://gdb.rferl.org/CC13C0A0-7373-4552-8F56-7C0C0F2B2BBC_w800_h450.jpg)
ټویټر، انسټاګرام او فیسبوک پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۷مه) وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکاونټونه په مؤقت ډول بندوي.
ټویټر وايي، د ډونالډ ټرمپ د درېيو ټویټونو له ډیلیټ یا ړنګولو وروسته د ده ټویټرپاڼه د ۱۲ ساعتونو لپاره بندیږي.
ټویټر دا هم ویلي، که ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې د ورځې خپل وروستي ۳ ټویټونه ړنګ نه کړي، پاڼه یا اکاونټ به یې په همدې ډول بنده پاتې شي او دا امکان هم شته چې د نوموړي ټویټرپاڼه د تل لپاره بنده کړي.
ډونالډ ټرمپ په دې درېيو ټویټونو کې خپل پلویان سوله ییزو مظاهرو ته د وربللو ترڅنګ له هغو غوښتي وو چې خپلو کورونو ته بېرته لاړ شي، خو ده په عین حال کې په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ ادعا تکرار کړې ده.
د ټویټر پر اساس، دا ټویټونه سبب شول چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ پلویان کانګرس ته ننوځي او تاوتریخوالی پېښ شي.
فیسبوک هم ویلي چې د ډونالډ ترمپ پاڼه د قوانینو د سرغړونې په خاطر د ۲۴ ساعتونو لپاره بندوي.
انسټاګرام هم ورته خبره کړې ده.