د نورستان په امنیې قوماندانۍکې اورلګېدو مالي زیانونه اړولي
د نورستان د امنیې قوماندانۍ په ودانې کې اورلګېدو مالي زیانونه واړول.
د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند محسن ورسجې ازادۍ راډیو ته وویل، اور نن مازیګر د برېښنا د شارټۍ له امله ولګېد.
هغه وویل: "په دې اورلګېدنه کې د امنیې قوماندانۍ د تهیې او تدارکاتو امریت، د ښاري حوزې امریت له وسایلو او تجهیزاتو سره له منځه تللي دي.
د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، اور چې ځاني زیان یې نه دی اړولی، اوس کنټرول شوی دی.