ولسمشر غني په نیمروز کې د وروستۍ پېښې د پوره پلټلو امر کړی
افغان ولسمشر ویلي، په نیمروز کې د هوايي برید پر مهال د ملکیانو په مرګژوبلې سخت خواشینی دی او افغان چارواکو ته یې د پېښې د پوره پلټلو امر کړی.
ارګ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني په حواله په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د نیمروز سیمه ییز چارواکي موظف شوي، چې زیانمنو کورنیو ته بشپړه رسیدګي وکړي.
ولسمشر زیاته کړې، سره له دې چې د ترهګرو په وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه ستایي خو هغوی ته دا امر کوي چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړي د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره ډېره پاملرنه وکړي.
افغان ولسمشر طالبان ګرم بللي، چې د ملکیانو په سپر ګرځولو سره د هغوی ژوند ته لوی ګواښ پېښوي.
د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شنبې په شپه افغان هوايي ځواکونو بریدونه کړي.
د خاشرود اوسېدونکو یکشنبه د شاوخوا څوارلسو ښځو او ماشومانو مړي د اعتراض په بڼه د ولایت مقام مخ ته وړي و او ویل یې چې دا کسان په هوايي بریدونو کې وژل شوي.
اروپايي ټولنې په دې بریدونو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې افغان چارواکي یې باید په هر اړخیزه توګه وپلټي او عدالت تامین کړي.
د افغانستان دفاع وزارت که څه هم د پلټنو ژمنه کړې خو ویلي یې دي، چې دوی په خاشرود کې په هوايي بریدونو سره د ۹ پاکستاني وسله والو په شمول ۱۵ وسله وال طالبان وژلي دي.
طالبانو بیا ویلي چې افغان هوایي ځواک د یوې کورنۍ ۱۴ غړي وژلي دي.