اندونیزیا کې په یوه سمڅه کې د یوه حیوان انځور موندل شوی
په اندونیزیا کې لرغون پوهانو په یوه سمڅه کې د یوه حیوان انځور موندلی چې په ظاهره تر ټولو پخوانۍ نقاشي ښيي.
دا د دغې سمڅې پر دیوال د وحشي خوګ انځور دی چې د ساینس اډوانس مجلې د معلوماتو له مخې، د حیوان له اصلي بڼې سره ډېر توپیر نه لري.
دغه رسامي په یوې لېرې پرتې 'سولاویسي' درې کې موندل شوې او دغې سیمه کې د انسانانو د اوسیدونکو لرغونی سند بلل کېږي.
د اتریش د ګریفیټ پوهنتون یوه څیړونکي ماکسیم اوبرت چې دغه راپور یې لیکلی ویلي، کومو کسانو چې دغه انځور ایستلی، د اوسنیو انسانانو په څېر متمدن وو او د اوسنۍ نقاشۍ ټول وسایل یې درلودل.
دا انځور د نقاشۍ قدیمي بڼه نه ده چې انسانانو موندلې ده.
تر دې وړاندې په جنوبي افریقا کې هشتګ ته ورته خط خطې نقاشي پیدا شوې چې ویل کېږي ۷۳ زره کاله لرغونی دی.