حنیف اتمر: روان تاوتریخوالي او د ملکیانو وژنې د سولې پر خبرو باور کم کړی
![حنیف اتمر: روان تاوتریخوالي او د ملکیانو وژنې د سولې پر خبرو باور کم کړی](https://gdb.rferl.org/f392fd6a-324e-4782-aed7-749b95edde88_w800_h450.jpg)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، روان تاوتریخوالي او د ملکیانو وژنو دوحه کې د سولې پر خبرو د افغانانو باور کم کړی دی.
حنیف اتمر د سویډن د بهرنیو چارو له وزیرې ان لینده (Ann Linde) سره ټیلیفوني خبرو کې دا اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دا وضعیت د سولې پایله "له ستونزو او جدي ننګونو" سره مخ کولای شي.
دواړو خواوو د خبریالانو او فعالانو د هدفي وژنو پر زیاتېدو هم اندېښنه ښودلې او ښاغلي اتمر هیله څرګنده کړې چې سویډن له نورو هېوادونو سره په ګډه افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند په چارو کې همکاري وکړي.
ښاغلي اتمر پرون کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر سره هم ورته اندېښنې شریکې کړې وې.
دا لیدنې کتنې د افغان حکومت د هغې تګلارې یوه برخه ده چې غواړي د سولې خبرو د بریا لپاره د سیمې او نړۍ اجماع او نظرونه سره یو کړي.