د کاري زمینو نشتوالی؛ کونړ کې یو شمېر لوستي ځوانان پر کراچۍ ترکاري پلوري
![د کاري زمینو نشتوالی؛ کونړ کې یو شمېر لوستي ځوانان پر کراچۍ ترکاري پلوري](https://gdb.rferl.org/93E35C1D-6FBE-43A2-B395-80C0DE21D2BC_cx0_cy16_cw0_w800_h450.jpg)
په کونړ کې ځوانان وايي، دغلته لوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه نه شته او له پوهنتونو څخه ګڼ فارغ شوي ځوانان بې کاره ګرځي.
دوی همدارنګه انتقاد کوي چې دولتي ادارو کې په ګمارنو کې بې عدالتۍ هم د دې لامل شوې چې ګڼ په کارپوه ځوانان بې کاره پاتې شي.
عرفان الله دوه کلونه کېږي د سید جمال الدین افغان پوهنتون د تعلیم او تربيې پوهنځي څخه فارغ شوی، خو هغه سره تر اوسه د پوهنتون تر کچې زده کړو د مناسب کار په موندلو کې مرسته نه ده کړې. پر کراچۍ یې تازه ترکاري اچولې او په سړه هوا کې ورته ولاړ دی.
دی وايي: "له پوهنتونه فارغ یم، بازار کې پر رېړه کار کووم، د وظیفې پیدا کولو کوښښ هم کووم، خو نه پیدا کېږي، ډېر کوښښ مې وکړ، بل کار نشته، په همدې لاسي کراچۍ مزدوري کوو. د دې کار مزه مو هم نشته بازارونه خراب دي."
دلته لوستی او نا لوستی دواړه یو حال لري، دواړه يې یو ډول لاسي کراچۍ ته ولاړ وي، سهار وختي په باد او باران کې له کوره سبزۍ منډۍ ته ځي، هلته تازه ترکاري پیري او بیا د سبزي پلورلو په موخه ټوله ورځ د سړک پر سر ولاړ وي.
ضیا الرحمن وايي: "څوک مو کار ته نه پرېږدي، حالات مو ډېر خراب دي، کومه سودا مې چې سهار په لاسي کراچۍ اچولې، زیاته برخه يې راته پاتې، دا دی اوس ماښام دی، حیران دریان یو، هېڅ په حساب نه پوهېږو چې څه وکړو؟"
ولایتي شورا غړي هم وايي چې کونړ کې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه په نشت حساب دي.
دوی وايي، دولتي او نورو ادارو کې په واسطو او رابطو مقررۍ هم د دې لامل شوي چې ځیني په کارپوه ځوانان بې کاره پاتې شي.
د ولایتي شورا غړی حاجي محمد ساپی زیاتوي: "زموږ ځوان قشر د لسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي، بدبختانه کومې ګمارنې چې روانې دي، د مرکز نه واخله تر ولسواليو پورې، ټولې په واسطو دي. د کونړ ځوانان دغه برخه کې چې کومې نيوکې د کونړ په اداراتو او مرکزي حکومت باندې کوي، موږ ورسره موافق يو، موږ مرکز کې په مجالسو کې د ولسمشر سره دا ستونزه شريکه کړې، خو بدبختانه تر اوسه د ځوان قشر دغه ستونزه حل نه شوه."
د کونړ چارواکي دې ولایت کې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونه کموالی مني، خو دا نه مني چې ګوندې په دولتي ادارو کې توپیریز چلند د دې سبب شوی چې په کارپوه ځوانان بې کاره پاتې شي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل، حکومت هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو لوستو او نالوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه زیات کړي.
دی وايي: "هغه د معارف بستونه چې هغه خالي وو، د هغو لپاره مو امتحان اخېستی، تقریباً د ۱۲۰ په تعداد کې ښوونکي په دندو وګمارو، همدا راز کوم بستونه چې نورو ادارو کې خالي دي، په هغو کې به هم ځوانان جذبېږي، زیاته توجه مو د خصوصي سکتور جذبولو ته ده چې په کې به ګڼو کسانو ته کار پیدا شي، د نړيوال بانک په مرسته د اسانه کار پروژه په اسعداباد کې د همدې لپاره ده چې په کې بې روزګارو ته کار ورکړل شي."
کونړي ځوانان وايي، افغانستان سره په تېرو شااوخوا شلو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پراخې مرستې وشوې چې که په سمه او رغنده توګه لګول شوی وی، ګڼ ځوانان پرې د دې پرځای چې له وسله والو ډلو سره یو ځای شي، د هېواد د ابادۍ لپاره په مثبتو کارونو بوختېدلی شول.
دوی وايي، حکومتي واکمن لا هم فرصت لري او که غواړي د یوه هوسا او بسیا افغانستان لپاره کار وکړي، داسې طرحې او پروژې دې رامخې ته کړي چې هم د ځوانانو له انرژۍ د وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار واخېستل شي او هم خلکو ته د کار فرصتونه برابر شي.