غني: افغانانو په سولې او د تاوتریخوالي پر پای اجماع کړې، طالبان دې اوربند ومني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ترکمنستانه افغانستان ته د اقینې _اندخوی د رېل پټلۍ، د برېښنا د لېږد او نوري فایبر د انتقال د پروژو په پرانیېسته کې پر طالبانو یو وار بیا غږ وکړ چې د افغانستان خلکو پر سولې او د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو اجماع کړې.
ښاغلي غني زیاته کړه: "زما پیغام طالبانو ته دا دی چې د افغان ولس نبض ولولئ، زموږ ولس پر سولې اجماع کړې او د تاوتریخوالي دوام د خلکو د دغې اجماع خلاف ده، دا به د دې لامل شي چې خلک مو پر وړاندې له مخکې هم زیات ودرېږي، نو جنګ او وینه توئیدنه ودروئ او اوربند ومنئ."
ازادي راډیو هڅه وکړه، څو د ولسمشر د دغو تازه خبرو په اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو د دغې ډلې ویاندویانو د دې راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
خو وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او نورو طالب چارواکو په کراتو ویلي چې دوی به له افغان حکومت سره د سولې په مذاکراتو کې له بحثونو او توافق وروسته اوربند وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې په بهیر کې د ترکمنستان د فعالې ونډې یادونه وکړه.
هغه وویل چې ترکمنستان د ۲۰۱۳ میلادي کال راپدېخوا څو ځلي د دې غوښتونکی شوی چې د سولې یوه دوره مذاکراتو کوربتوب د دغه هېواد په پلازمېنه عشق اباد کې وکړي.
ولسمشر له افغانستان سره د ترکمنستان د علماوو سره د افغان سولې اړوند د ناستې جوړولو په اړه له د توافق هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا ناسته به د افغان سولې بهیر لا پیاوړی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې دوهم پړاو مذاکرات د جنوري په پنځمه نېټه بېرته پیل شول او له څلور ورځو راپه دېخوا د دغې خبرو د اجنډا پر سر بحثونه روا دي. د اوربند اعلانول او د راتلونکي نظام څرنګوالی د سولې د دغې دورې مذاکراتو اصلي بحثونه دي.