چارواکي: په غزني کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي
![چارواکي: په غزني کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/c47746a5-a053-40c1-aca5-dbf98e6153c0_w800_h450.jpg)
تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.
د دې قول اردو په خبره یوه ډله وسله والو طالبانو غوښتل تېره شپه په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړي.
د تندر قول اردو ویاند، اېمل خان مومند نن سهار رسنیو ته وویل، پر دغو وسلوالو هوايي حملې وشوې.
هغه زياتوي: "په اندړو ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی، همدارنګه په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه ډلمشر په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او یو عراده فولډر [موټر] یې هم له منځه وړل شوی دی."
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسماً څرګندونې نه دي کړي.