ماليزيا د پاکستان د هوايي شرکت يوه الوتکه درولې
![ماليزيا د پاکستان د هوايي شرکت يوه الوتکه درولې](https://gdb.rferl.org/8A96A51A-B6DB-4E54-B8A5-1FD723E96399_cx0_cy0_cw75_w800_h450.jpg)
مالیزیايي چارواکو د پاکستان د هوايي شرکت PIA یوه الوتکه په بریتانیا کې د یوې حقوقي دعوې له کبله درولې ده.
PIA په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د مالیزیا یوې سیمه ایزې محکمې د دې شرکت او د دعوې د مقابل لوري ترمنځ چې برتانوۍ محکمې ته عارض شوی دی، په یواړخیز ډول د دې الوتکې د درولو حکم ورکړی دی.
د راپورونو له مخې دا دعوه چې شپږ میاشتې مخکې په برتانوۍ محکمه کې ثبت شوې ده د پاتې پیسو یوه اړونده قضیه ده.
PIA نه دي ویلي چې دا الوتکه په کوم ځای کې نیول شوې خو یادونه یې کړې چې د الوتکې مسافر سم ساتل کېږي او د پاتې سفر چارې یې تنظیم شوې دي.