بامیان کې د باسکټبال سیالۍ'ریحانه ازادي' لوبډلې وګټلې
![بامیان کې د باسکټبال سیالۍ'ریحانه ازادي' لوبډلې وګټلې](https://gdb.rferl.org/21B87F6F-7221-4B3C-8000-3FE2FB76B4AF_cx0_cy0_cw79_w800_h450.jpg)
په بامیان ولایت کې د ژمي جام په نامه د باسکټبال سیالۍ د ریحانه ازادي لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاریزاده نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د روانې مرغومي میاشتې په ۲۴ پيل شوې وې چې ۶ لوبډلو په کې ګډون کړی و.
د ښاغلي قاریزاده په خبره نن سهار وروستۍ لوبه ترسره شوه چې د ښځو برخه کې ریحانه ازادي لوبډلې او د نارینه وو په برخه کې د اميد د تنکیو ځوانانو لوبډلې اتلوالي خپلې کړې.