ناوالني د راستنېدو پرمهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو
![ناوالني د راستنېدو پرمهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو](https://gdb.rferl.org/f9b9b0f0-ae3b-4ab6-8116-77ee50472140_tv_w800_h450.jpg)
د روسیې د حکومت د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د یکشنبې په ورځ له جرمني د راستنېدو پرمهال په مسکو کې ونیول شو. هغه له مسمومېدو وروسته چې په نتیجه کې یې مرګ ته نژدې شوی و، شاوخوا شپر میاشتې د علاج لپاره په برلین کې تېرې کړې.