ایراني چارواکو یو ایرانيالاصله امریکايي سوداګر په جاسوسۍ تورن کړی
![ایراني چارواکو یو ایرانيالاصله امریکايي سوداګر په جاسوسۍ تورن کړی](https://gdb.rferl.org/af2bb356-f491-40d0-b879-350c295db591_w800_h450.jpg)
د امریکايي رسنیو راپورونه وايي ایراني چارواکو یو ایرانيالاصله امریکايي سوداګر په جاسوسۍ تورن کړی دی.
دا تحول په داسې حال کې راځي چې په وروستیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې خبري اژانس ته په یوه اعلامیه کې تأیید کړې چې د ایران لهخوا د یوه بل امریکايي وګړي د نیول کېدو په اړه له راپورونو خبر دي.
په اعلامیه کې د دغه شخص د هویت په اړه معلومات نهدي ورکړل شوي او نور جزئیات هم نهدي ورکړل شي.
خو ایراني رسنیو تېره پنجشنبه د عماد شرقي د نیولو راپور ورکړی و چې د ساوارا په نومیې د یوه ایراني مالي شرکت مرستیال معرفي کړی و.