د عراق په بغداد کې ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۲۸ تنه وژلي
د عراق په پلازمېنه بغداد کې دوو پرله پسې ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۲۸ تنه وژلي او ۷۳ نور یې ټپیان کړي دي.
دا په بغداد کې له تېرو دوو کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.
دا بریدونه نن تیاران څلور لارې ته نژدې هغه سر خلاصي مارکیټ کې وشول چې لیلامي کالي په کې خرڅیږي او د کرونا له لګول شویو بندیزونو وروسته په کې ګڼه ګوڼه ډېره وه.
د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي، لومړني ځان مرګي د همدې مارکیټ دننه لومړی ځان په ناروغۍ اچولی و، کله چې خلک ور ټول شول، په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي یې وچوول.
کله چې خلک د دې برید د قربانیانو او ټپیانو مرستې ته ورغلل، منځ کې یې بل ځانمرګی برید وشو.
روغتیایي سرچینو ویلي، دوی وېره لري چې ممکن د مړېو شمېر زیات شي.