Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2021

کابل کې په نشه یي توکو یوې روږدې کورنۍ خپل ۲ اولادونه پلورلي

0
په کابل کې یوې معتادې کورنۍ د خپلو دوو ماشومانو د خرڅلاو په پيسو نشه يي مواد پیرلي دي.


قمرګله او مېړه یې چې دواړه نشه کوي وايي چې اولادونه یې ځکه خرڅ کړل چې د ساتلو وس یې نه درلود.


قمرګله یوه معتاده مور ده چې د اعتیاد د ستونزو ترڅنګ یې د خپلو اولادونو بېلتون هم ډېره ځوروي.


قمرګله په ژړغوني غږ وايي چې مېړه یې معتاد دی او دا يې په چل او فريب دې ته اړ ایستلې چې خپل دوه زامن وپلوري:  "مېړه مې دوه ماشومان راڅخه خرڅ کړل، ویل ته معتاده یې، خپل اولادونه نه شې ساتلای، کېدای شي چې در څخه مړه شي، نو ښه به دا وي چې خرڅ يې کړو. هغه چل راسره وکړ، اولادونه یې راڅخه خرڅ کړل، یو ماشوم یې په شل زره او بل یې په پنځه دېرش زره افغانۍ خرڅ کړ."


قمرګله چې د ښځینه معتادینو د درملنې په سل بستريز مرکز کې بستري ده هيله لري چې یوه ورځ به نشه پرېږدي او خپل خرڅ شوي اولادونه به بېرته ترلاسه کړي.




قمرګله ۷ اولادونه لري چې یو زوی او یوه لور یې له دې سره يو ځای د معتادينو د درملنې په مرکز کې اوسېږي.


د قمرګلې معتاد مېړه چې خپل مستعار نوم ګل احمد ښيي وايي چې ماشومان يې د بې وزلۍ له امله خرڅ کړل: "ښځه به مې سهار له کوره وتله او ماښام به راتله، هغه مهال هوا ډېره توده وه، ما ویل داسې نه وي چې اولادونه مې مړه شي، ځکه مې خپل دوه ماشومان داسې یو چا ته ورکړل چې اولاد یې نه درلود، ما ويل هم به دعا راته وکړي او هم به مې د ماشومانو راتلونکی ښه شي. ماشومان مې داسې کورنۍ ته ورکړل چې اقتصاد یې تر موږ ښه و او ماشومان یې ساتلی شوای، اولادونه مو د مجبوریت له امله خرڅ کړل."


شبانه او وړوکی ورور یې د دې کورنۍ دوه هغه ماشومان دي چې د مور او پلار د اعتیاد له امله ښوونځي ته نه شي تلای.


د قمرګلې لس کلنه لور شبانه هیله لري چې د مور او پلار تر جوړېدو وروسته ښوونځي ته ولاړه شي.


نوموړې وايي: "زه غواړمه چې د مور او پلار تر جوړېدو وروسته ښوونځي ته ولاړه شمه، کله چې مو ژوند ښه شي، غواړمه چې ډاکټره شمه."


د ماشومانو د ملاتړ قانون میندې او پلرونه مکلف بولي چې د خپلو اولادونو لومړنۍ اړتیاوي پوره کړي.


حقوق پوه یار محمد یاري وايي چې مور او پلار د خپلو اولادونو د ساتنې مسئولیت لري او زياتوي چې د ماشومانو خرڅلاو جرم دی: "د ماشومانو د ملاتړ قانون د (۹۲) مادې د دوهم بند پر بنسټ دولت مکلف دی چې د ماشوم او د هغوی د بدن د غړو د خرڅلاو مخه ونيسي، دا کار که په هر شکل وي او هر څوک چې يې کوي، دا کار که مور او پلار يا بل څوک کوي جرم دی، باید دولت سرغړونکو ته قانوني جزاء ورکړي."


د قمرګلې معالجه ډاکټره ګلالۍ وايي چې که قمرګله او مېړه یې نشه پرېږدي، نو  دوی به مرسته ورسره وکړي چې خپل اولادونه بېرته ترلاسه کړي.




نوموړې زیاتوي: "زه د یوې معالجې ډاکټرې په حیث له خپلې ناروغې سره په دې برخه کې مرسته کومه، ما د دوی د اولادونو پته موندلې ده، دوهمه خبره دا ده چې لور یې غواړي مکتب وايي، دا وړه نجلۍ باید درس ووايي، دا غواړي چې په راتلونکي کې ډاکټره شي."


۱۴ کاله کېږي چې دا کورنۍ نشه کوي.


د قمرګلې معالجه ډاکټره وايي چې دا یې دوولسم ځل دی چې نشه پرېږدي، خو دا چې مېړه یې معتاد دی او درملنې ته غاړه نه ږدي، ځکه نو قمرګله هم تر نشې پرېښودلو وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.


ددې راپور غږیزه بڼه هم دلته اورېدلی شئ:




 






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России