روسي پوليسو د لاريون پر مهال د ناوالني مېرمن نیولې
![روسي پوليسو د لاريون پر مهال د ناوالني مېرمن نیولې](https://gdb.rferl.org/30da3240-9fec-40ab-b291-88a8c5d44660_w800_h450.jpg)
د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني وايي پولیسو یې مېرمن په مسکو کې د مظاهرو پر مهال نیولې ده.
ناوالنې د پولیسو له توقیفځایه د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې ویلي، چې مېرمن یې یولیا ناوالنایا نن د هغو مظاهرو پر مهال ونیول شوه، چې په زرګونو کسان کې په راغونډ شوي وو.
مظاهره چیانو له توقیف نه د ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
الکسي ناوالني چې له څه مودې یې په جرمني کې درملنه روانه وه، تېره اوونۍ مسکو ته له رسېدو سره سم ونیول شو.
د روسیې پولیسو په مسکو او لسګونو نورو ښارونو کې مظاهرې غیرقانوني بللي او په سلګونو کسان یې نیولي دي.