په زابل کې ۴۰کيلوګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره يو ځای نيول شوي
په زابل ولایت کې څلوېښت کيلوګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره يو ځای ونيول شول.
د زابل ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو مدير عبدالرازق خدام رسنیو ته وويل، د دوی پولیسو کلات ښار ته د ننوتلو په دروازه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، نژدې لس کيلوګرامه هرويين او ۱۸ لېټره تېزاب ونيول. دا تېزاب په يوه مازدا موټر کې پټ ایښودل شوي وو.
د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.