بشري حقونو کمېشن: د تحریک انصاف پر سیاستوالانو دې د مذهب سپکاوي مقدمه ختمه شي
د بشري حقونو خپلواک کمېشن دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د اپرېل پر ۳۰مه وویل چې د مسجد نبوي د بې احترامۍ په تور به له دایرې شوې مقدمې سره سم د ککړو کسانو پروړاندې کارروايي کوي.