Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 02.05.2022

سيګار: طالبان به د نجونو ښوونځيو لپاره کافي امکانات ونه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټونکې اداره یا سیګار وایي، دا نه ده څرګنده چې طالبان به په ښوونځیو کې د زده کړې د جلا بهیر د پرمخ وړلو لپاره کافي امکانات او ښځینه ښوونکې ولري. سیګار دا خبره په خپله ټویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي، مخکې له دې چې پخوانی حکومت نسکور شي، د پوهنې وزارت یې خبر ورکړى و چې په ښوونځیو کې د زده کړې کافي امکانات نه شته او لږترلږه پنځوس زره نورو ښوونکو ته اړتیا ده. طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې اته نیمو میاشتو کې په ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو د زده کړې وختونه... Читать дальше...

سعودي عرب پاکستان ته د ورکړي قرض د ستنولو مودې غځولو په اړه پر خبرو موافقه کړې

Mashaalradio.com 

د مې پر لومړۍ سعودي عرب ته د وزیراعظم شهباز شریف د درې ورځني سفر په پای کې د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې ریاض به د تېلو او پېټرولو په برخه کې هم د پاکستان له نوي حکومت سره مالي مرسته زیاتوي

بشري حقونو کمېشن: د تحریک انصاف پر سیاستوالانو دې د مذهب سپکاوي مقدمه ختمه شي

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو خپلواک کمېشن دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د اپرېل پر ۳۰مه وویل چې د مسجد نبوي د بې احترامۍ په تور به له دایرې شوې مقدمې سره سم د ککړو کسانو پروړاندې کارروايي کوي.



اوکراين: له ماريوپول ښار لسګونه کلابند ملکيان ايستل شوي

Pa.azadiradio.com 

لسګونه ملکي وګړي چې د اوکراین له ماریوپول ښار څخه ایستل شوي دي، نن د دې هېواد زاپوروژیا ښار ته ورسېدل. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي د سلو په شاوخوا کې ملکي وګړي چې له کلابند شوي ماریوپول ښار څخه ایستل شوي دي نن زاپوروژیا ښار ته ورسېدل خو سلګونه نور لاهم د بندري ښار آزوف د فولاد د تولید په فابریکه کې، ترځمکې لاندې پټنځایونو کې پاتې دي. زیلینسکي پر ټویټر په یوه بیان کې د دې بریالیو عملیاتو ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې اوس به له ملګرو ملتونو سره په ګډه په دې فابریکه کې د پاتې نورو ملکیانو د ایستلو لپاره هڅه کوي. Читать дальше...

برېښنا شرکت: نړول شوې برېښنا پايي په اساسي ډول رغول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، تخنیکي ډلو یې د کوچني اختر په ورځو کې هم په جنوبي سالنګ کې د نړېدلو ستنو پر اساسي رغونې خپل کار ته دوام ورکړی. دا خبره د دې ریاست ویاند حکمت الله میوندي په خپله ټویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي، ترڅو د نړول شویو ستنو د اساسي ترمیم کار ژر تر ژره بشپړ شي. دغه پایې د جمعې سهار وختي نړول شوې وې. چارواکو په دې تړاو د دوو مشکوکو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی. ښاغلي میوندي دغه راز ویلي چې پرون سهارد کابل په بتخاک سیمه کې د لوړ ولتاژ یوې پاتې ته ماینونه ایښودل شوي وچې کشف او شنډ کړای شول. Читать дальше...

د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د اختر ورځې څنګه تېرېږي؟

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر عام خلک وایي د امنیتي اندېښنو تر څنګ د اقتصادي ستونزه له امله هم نه شي کولای د اختر په ورځو کې تفریحي ځایونو او مېلو ته ولاړ شي. نن په افغانستان د کوچني اختر دویمه ورځ ده خو په تفریحي ځایونو کې د خلکو د مېلو او ګڼه ګوڼه کمرنګه برېښي او اختر هم د خلکو د شور او شوق د نشتون له امله د تېر کال په پرتله کمرنګه دی. دوی دغو تفریحي ځایونو ته د نه تګ دلیل اقتصادي ستونزې یادوي. د کابل ښار یوې اوسېدونکې مریم ازادي راډیو ته وویل د تېرو کلونو اختر به یې په ښه توګه نمانځه او په دې ورځو کې به یې د خپلوانو کورونو تر څنګ مېله ځایونو ته هم تلل. Читать дальше...

رینا امیري: اسلامي نړۍ دې د افغان نجونو او ښځو د حقونو دفاع وکړي

Mashaalradio.com 

امیري په واشنګټن کې د یوشمېر اسلامي هېوادونو سفیرانو ته د روژه ماتي په مېلمستیا کې له هغوی سره له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو بحث وکړ او وروسته یې په بیان کې وویل چې په یوشمېر خبرو او مسایلو د نظر توافق موجود وو.

اشرف غني: د افغانستان د خراب وضعیت د سمولو یوازینۍ لاره ملي اجماع ده

Mashaalradio.com 

طالبانو په سمدستي ډول د اشرف غني د تازه څرګندونو په غبرګون تبصره نه ده کړې خو مخکې یې دا دریځ تکرار کړی چې دوی د اوسني حکومت سرپرستان یا چارسمبالي دي او همداراز، ټینګار کوي چې حکومت یې ټولشموله دی.



مراکش کې خاورین لوښي څنګه جوړېږي

Mashaalradio.com 

د مراکش له پلازمېنۍ رباطه شاوخوا ۳۰۰ کلومېټره لیرې آسفي ښار د خاورینو لوښو او ورباندې د نقش و نګار لپاره نوم لري. هغه ښار د کولالانو غونډۍ په نامه هم يادېږي. له دې ځایه هره مياشت لوښي فرانسې، برتانیا او جرمني ته هم برامدېږي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

برېښنا شرکت: د برېښنا د يو شمېر پايو د نړولو هڅې شنډې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې وړمه شپه د کابل په چتمله سیمه کې د ماین په چاودنه د برېښنا د یوې پایې د نړولو هڅه شوې خو چاودنې زیان نه دی اړولی او پرون سهار د کابل په بتخاک کې هم د لوړ ولتاژ یوې پایې ته ماینونه ایښوول شوي وو، خو دغه ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي. د برېښنا شرکت ویاند حکمت اله میوندي پرون په خپل ټویټر کې دغه خبرونه ورکړي دي. برېښنا شرکت وايي د دوی تخنیکي کارکوونکو د جنوبي سالنک په تاغمه سیمه کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د دوو ویجاړو شویو پایو برېښنا د لنډ وخت لپاره بېرته ونښلوله. Читать дальше...

د طالبانو پوهنې وزارت: په ښوونيز نصاب کې کوم بدلون نه راځي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وایي د تېر جمهوري نظام په تعلیمي نصاب کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او له دې وروسته به هم د همدې نصاب له مخې ښوونځیو کې تدریس کېږي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو د پورته زده کوونکو نجونو د زده کړو سرنوشت لا هم نه دی معلوم د طالبانو حکومت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو د تدریسی کتابونو د وېش د لړۍ د پیل خبر ورکوي. د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت خبر ور کړی چې د تېر جمهوري نظام د نصاب له مخې چاپ شوي کتابونه یې یو اندازه وېشلي،... Читать дальше...

د روسيې په بېلګورود سيمه کې دوې چاودنې شوي

Pa.azadiradio.com 

نن دوشنبه سهار وختي د روسیې د جنوب په بېلګورود سیمه کې چې د اوکراین پولې ته څېرمه پرته ده، دوې چاودنې وشوې. د سیمې والي ویاچیسلاف ګلادکوف په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: چې په دغو چاودنو کې ځاني یا هم مالي زیان نه دی اوښتی.

نيوزيلنډ د ۵۰ هېوادونو ګرځندويانو هرکلي ته چمتووالی نيولی

Pa.azadiradio.com 

نیوزیلنډ د امریکا د متحدو ایالتونو، کاناډا، بریتانیا او جاپان په ګډون له ۵۰ هېوادونو د ګرځندویانو هرکلي ته چمتووالی نیولی دی. دا په تېرو څه باندې دوو کلونو کې لومړی وار دی، چې د کرونا وبا او پر سرحد د لګول شویو محدودیتونو تر لیرې کېدلو وروسته ګرځندویان یا سیلانیان دغه هېواد ته ورځي. د کرونا وبا تر خپرېدو مخکې هر کال تر ۳ ملیونو ډېرو ګرځندویانو نیوزیلنډ ته سفر کاوه.

د امريکا د ولسمشر مېرمن جېل بايډن د اوکرايني مېرمنو او ماشومانو سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مېرمن جېل بایډن به د مور په ورځ د اوکراین له هغو میندو او ماشومانو سره وګوري چې د روسیې تر یرغل وروسته له خپل هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي. سپینې ماڼۍ د یکشنبې ناوخته د دغه سفر اعلان وکړ. مېرمن بایډن به را روانه یکشنبه چې د مې میاشتې پر اتمه یا د مور له ورځې سره برابره ده، په سلواکیا کې او وروسته په رومانیا کې له بېځایه شویو اوکراینۍ میندو او ماشومانو سره وګوري. دا سفر به له اوکراین سره د ولسمشر جو بایډن پیوستون څرګند کړي. سلواکیا او رومانیا چې د ناټو غړي دي، دواړه له اوکراین سره پوله لري.

کندهار کې سږ کال د اختر مېلې کمرنګه دي

Pa.azadiradio.com 

په تېرو اخترونو کې به د کندهار ښار په بېلا بېلو پارکونو کې د محلي موسیقۍ کنسرتونه جوړېدل او ګڼو کسانو به په کې ګډون کاوه. خو سږ کال پر موسیقي د طالبانو حکومت بندیز لګولی چې له امله يې د اختر دغه مېلې کمرنګه شوي. په دې اړه نور جزیات په دې راپور کې:

د هوايي حريم د سرغړونو په اړه ډنمارک او سويډن د روسيې سفيران احضاروي

Pa.azadiradio.com 

دغو هېوادونو وروسته له هغه د روسیې د سفیرانو د احضار خبره وکړه چې د راپورونو په اساس د روسیې یوې جاسوسي الوتکې د دواړو هېوادونو د فضايي حریم څخه سرغړونه کړې. چارواکو ویلي، الوتکه د اپریل په ۲۹مه د ډنمارک د بالتیک ټاپو په ختیځ کې د سویډن هوايي حریم ته له الوتلو مخکې د ډنمارک هوايي قلمرو ته ننوته. د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جیپ کوفود د می په لومړۍ نېټه په ټویټر "د ډنمارک له فضا څخه د روسیې نوې سرغړونې" ته په اشارې سره وویل: "د روسیې سفیر دوشنبه د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی. " د سویډن... Читать дальше...

عراق کې د ايربيل د تېلو چاڼځای ته نږدې شپږ توغندي لګېدلي

Pa.azadiradio.com 

د کردستان د ترهګرۍ ضد چارواکو بېګاه په يوه بيان کې وويل، دغه توغندي له نینوا ولایت څخه توغول شوي او د KAR چاڼځای ته نږدې لګیدلي. چارواکو چاته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي. د برید پړه په سمدستي توګه نه ده منلې شوې. د اپرېل په شپږمه د تېلو دې تصفیه خانې ته څېرمه درې توغندي لګېدلي و، پرته له دې چې مرګ ژوبله رامنځته کړي. د مارچ په میاشت کې، ایران په اربیل باندې په لسګونو بالستیک توغندیو برید وکړ او ادعا یې وکړه چې د اسراییلو "ستراتیژیک مرکز" یې په نښه کړی دی. کرد چارواکو ټینګار کړی چې... Читать дальше...

برېښنا شرکت: لنډ مهال لپاره مو د برېښنا د نشتون ستونزه هواره کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دغې ادارې تخنیکي کارکوونکو د ۱۵۰ میګاواټه وارداتي برېښنا په موقتي نښلولو سره د لنډ وخت لپاره د کابل او د افغانستان د لسو مرکزي ولایتونو د ښاریانو ستونزې هوارې کړې. تر دې مخکې د تېرې جمعې په شپه ناپېژاندو کسانو د جنوبي سالنګ په تاغمې سيمه کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا دوه پايې ويجاړې کړې وې او د برېښنا شرکت مسوولينو ویلي، چې په ترميمولو به يې له دوو تر درېو اونيو پورې وخت ونيسي. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي پرون رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل، چې... Читать дальше...

رينا اميري: اسلامي نړۍ بايد د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي اسلامي نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي. اغلې امیري دا خبره بېګاه ناوخته په خپل ټوېټر باندې لیکلې ده. رینا امیري پرون ماښام د یو شمېر اسلامي هېوادونو سفیرانو ته روژه ماتی برابر کړی وو او هلته یې د افغانستان اړوند موضوع ګانو باندې بحث کړی چې په خبره یې په ګڼو مسایلو باندې د نظر توافق موجود وو. هغې زیاته کړې چې له تعلیم او کاره د ښځو او نجونو د محرومولو پالیسي د نړۍ په هیڅ یوه اسلامي هېواد کې نه ده لیدل شوې.

د طالبانو د ملکي هوايي چلند اداره: په هوايي چلند کې له ستونزو سره مخ يو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي لا هم په هوايي چلند کې څو عمده ستونزې لري چې دوی یې لا په هوارولو نه دي بریالي شوي. د راپورونو په اساس د هوايي ډګرونو د چارو د منظمې سمبالتیا او د ستونزو د هواري لپاره لا د طالبانو هڅو نتیجه نه ده ورکړې. د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا یکشنبه ناوخته له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له کابله د تخلیې پر مهال د هوايي ډګر ګڼ مهم وسایل ویجاړ شوي چې دوی ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی. نوموړي وويل: "موږ دوه ډوله ستونزې درلودې او لا هم لرو. Читать дальше...

اوکراين: د ماريوپول له ښاره د بند پاتې خلکو د را ايستلو بهير پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

سلګونه کسان د ازوستال د اوسپنې په فابریکه کې د روسي پوځیانو په محاصره کې دي. د دغو خلکو د ژغورنې لپاره ټولو ښکېلو خواو په یوه دوه ورځني اوربند سلا کړې. د ازوستال د فولادو په فابریکه کې له ایسارو اوکراینیانو څخه یوه سل کسیزه ډله پرون دباندې و ایستل شوه. دوی د هغه اوربند په خاطر را ایستل شوي چې له سیمې نه د ملکیانو د انتقال لپاره رعایت شوی. د اوکراین ولسمشر ولود میرزیلینسکي یکشنبه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې په دې اړه وویل: "نن د جګړې له پيله د لومړي ځل لپاره دغه شنه حیاتي دهلیز په کار پیل... Читать дальше...

اشرف غني: د افغانستان له اوسني وضعيت څخه د وتلو يوازينۍ لار ملي اجماع ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري دولت رييس محمد اشرف غني د اختر مبارکۍ په غږيز پېغام کې ويلي دي، د افغانستان اوسنی وضعيت تر بل هر وخت د اندېښنې وړ دی.  ښاغلي غني د کابل، کندز او مزارشریف وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې نیوکه وکړه چې د ترهګرو روزل د ده په خبره له همدغسې ځانمرګو بریدونو او چاودنو پرته چې پکې سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي بله څه نتیجه نه شي لرلی.   نوموړي ويلي:"څوک چې چې څاه نورو ته کیندي اکثراً خپله په څاه کې لویږي. د انفجار او انتحار مکتب کې خلک روزل بېرته د استادانو مقابل کې استعمالیږي. Читать дальше...

اکانومېسټ: پاکستان طالبانو سره د خبرو حوصله له لاسه ورکولو په حال کې دی

Pa.azadiradio.com 

اکانومېسټ مجله: اکانومېسټ مجلې د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ وروستیو پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، پاکستان له طالبانو سره د خبرو حوصله له لاسه ورکولو په حال کې دی. د مجلې په وینا، د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر چې د طالبانو له واک ته د رسېدو درې اوونۍ وروسته يې کابل ته سفر وکړ، هڅه کوله نړۍ ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان راتلونکی به د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره روښانه وي. وروسته مجله کې راغلي په داسي حال کې چې امریکا او متحدین یې وروسته له هغه له افغانستانه ووتل چې دا هېواد یې یوې... Читать дальше...



Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о программе развития туризма столицы до 2030 года



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Собянин поздравил народного артиста России Валерия Гергиева с днём рождения




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере


WTA

WTA предвкушает дуэль Елена Рыбакина — Юлия Путинцева на турнире в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Бизнес

Уполномоченный по защите прав предпринимателей в Челябинской области: Бизнес ожидает укрепление, рост и предсказуемые условия



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России