مقاومت جبهې په بغلان کې طالبانو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا وکړه
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په دوو سیمو کې یې طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي پرون په ټویټر کې لیکلي، چې د اندراب په پل حصار او قاسان سیمو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو دغه خبر نه دی تایید کړی.
طالبانو په سمدستي توګه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د مقاومت د جبهې له ځواکونو سره په نښتو کې خپلو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره رد کړې ده.