Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2022

یو شمېر افغانان پر نجونو د فحشا د تورونو پورې کولو اندېښمن کړي

0
یو شمېر افغانان پر نجونو د فحشا د تورونو پورې کولو اندېښمن کړي

یو شمېر افغانان وايي له یوې خوا د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو د پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د تړل کېدو د پرېکړې دوام او له بل لوري په ټلوېزیوني بحثونو کې ظاهرا د طالبانو د ملاتړو له لوري پر افغان نجونو د فحشا د تورونو پورې کولو دوی سخت اندېښمن کړي دي.

د عبدالغفار کامیاب په نوم یو کس چې ظاهراً د طالبانو ملاتړی بلل کېږي، څه موده مخکې يې په یو تلوېزیوني بحث کې تور پورې کړ، چې د تېر حکومت پر مهال د ښوونځیو اتیا سلنه نجونو د ټابیلټ کا په نوم نشه راوړونکې ټابلیټ کارول.

که څه هم د دې موضوع په اړه په ټولنیزو رسنیو کې له سخت غبرګون وروسته نوموړي بخښنه هم وغوښته خو داسې مهال چې اوبه له ورخه تېرې وې.

له دې پېښې څو ورځې وروسته د عبدالجامع جامع په نوم یو بل تن چې دی هم د طالبانو پلوي بلل کېږي په یو ټلویزوني بحث کې د تېر حکومت پر مهال قرغه او پغمان د فشحا مرکزونه وبلل.

که څه هم د بحث چلونکي ترې د ثبوت غوښتنه وکړه خو له ښاغلي جامع د بحث تر اخره کوم ثبوت وړاندې نه شو کړی.

په دغه شان یوه وروستۍ قضیه کې بیا د مولوي شاه محمد په نوم د طالبانو یوه غړي چې ځان يې د دعوت ارشاد ادارې غړی معرفي کاوه تور پورې کړ چې په افغانستان کې د ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله د حکومتونو پر مهال د کابل پوهنتون محصلینو پرتوګونه نه اغوستل.

دی ادعا کوي، چې هغه مهال د کابل پوهنتون د ۶۵ زره محصلینو له ډلې يې ۴۱ زره نجونې وې داسې ادعا چې ښايي ځکه ناسم او تهمت وبلل شي چې د ځینو په وینا د افغانستان د لوړو زده کړو په تاریخ کې کله هم د نارینه محصلینو په پرتله د ښځینه محصلینو شمېر نه دی زیات شوی.

دا موضوع هم په ټولنیزو رسنیوکې په پراخه کچه وغندل شوه.

د افغانستان د ولسي چرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزي وايي، دغه ډول ټول تورونه بې بنسټه دي او باید د نه ثبوت له امله يې تور پورې کوونکو ته سخته سزا ورکړل شي.

هغې وویل: "ایا دوی په خپلو سترګو داسې یو څه لیدلي چې وايي يې او کنه یوازې تور پورې کوي، زه فکر کوم همدا يې وخت دی چې باید دوی ثبتونه وړاندې کړي او که داسې نه وي باید تور پورې کوونکو ته سخته سزا ورکړل شي ځکه په دې صورت کې په اصل کې دوی فاسقین دي."

یو شمېر افغانان د طالبانو د پلویانو له لوري دغه ډول بې بنسټه تورونو پورې کول پر افغان نجونو ملنډې بولي او وايي د طالبانو حکومت دې په ټلویزیوني بحثونو کې دغه ډول خلکو ته د ګډون اجازه ورنه کړي چې په خپلو بې ځایه ادعا ګانو د افغانانو احساسات ژوبلوي.

دوی وايي، د طالبانو پلویان غواړي چې په دې ډول څرګندونو سره د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د تړل کېدو موضوع توجیه کړي.

د کابل ښار اوسېدونکې هیلۍ چې په همدې ښار کې يې تر دولسمه زده کړي کړي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د ښوونځي په وخت کې دومره محدود وو چې ان ښوونځيو د ښځینه مسوولینو له لوري به زموږ جرابې کتل کېدې چې کوم رنګ دی، غوښتنه به داوه چې باید شوخ رنګ ونه اوسي، د ټابلیټ کا او نشه راوړنکو توکو استعمال خو ډېره لیرې خبره ده، او هغه مهال ټابلیټ کا اصلا چا پېژندله هم نه، خو اصلا طالبان چې دغه ډول تورونه پوري کوي دوی غواړي په دې سره د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل توجیه کړی چې اصلا دا د توجیه وړ ځکه نه ده چې هغه وخت دغسې کوم څه نه وو."

د دغه ښار یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې خپور شي بیا له طالبانو غواړي چې د نجونو ښوونځي دې تړلي پاتې شي خو لږ ترلږه په افغان نجونو دې دغه ډول بنسټه تورونه نه پوري کوي.

هغه وویل: "دا دوه تاوانونه لري، یو خو دا چې د فرښتو په شان په پاکو افغان نجونو دغه ډول بې بنسټه تورونه پورې کېږي، بل دا چې د طالبانو د نظام په اړه ستونزې پیدا کوي ځکه چې خلک په نظام بې باوره کېږي او فکر کوي چې د دوی ټول نظام همدغسې په دروغو او افواهاتو روان دی، پکار خو داده چې ښوونځي دې تړلي وي خیر دی خو غوښتنه کوو چې زموږ په لوڼو دې دغه ډول سپک تورونه نه پورې کېږي."

خو د طالبانو حکومت وايي، په تلوېزیوني بحثونو کې په افغان نجونو تور پورې کوونکي د دوی غړي نه دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: "هغه کسان چې په تلویزیوني بحثونو کې داسې څرګندونې چې سپکونکې وي کوي چې د افغانانو په ذهن يې يې بد اثر کړی دی، اصلا دا خلک د اسلامي امارت استازي نه دي، که تاسې دوی ټول تعقیب کړئ دوی یو هم زموږ غړي نه دي او نه هم کومه رسمي دنده لري بلکې عام خلک دي خپل تحلیل يې کړی دی، خو د خلکو اندېښنه موږ هم درک کړې ده او دې خلکو ته ویل شوي چې له دغه ډول څرګندونو باید ډډه وشي او مسوول ارګانونه به هم په دې اړه خپل مسوولیت ترسره کړي."

خو دا چې ولې دغه ډول خلکو ته سزا نه ورکول کېږي ښاغلی مجاهد يې په اړه څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو لا هم له شپږو ټولګیو پورته د نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي دي، چې د ښوونځيو د پرانېستو په اړه د خپل مشرتابه حکم ته انتظار باسي.





Губернаторы России
Москва

Собянин посетил фестиваль "Москва – на волне. Рыбная неделя"





Москва

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

Ольга Бузова и Давид Манукян поцеловались спустя три года в шоу «Сокровища императора»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Муж Заворотнюк дал волю эмоциям на прощании с актрисой

Для пользы тела. «Мой спортивный район» начинает летние тренировки

Дептранс Москвы раскрыл детали инцидента на станции метро "Спортивная"


Елена Рыбакина

В России отреагировали на "скрытую баранку" и достижение Рыбакиной на Ролан Гаррос



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России