شهباز شريف ميرانشاه کې د پاکستاني سرتېرو پر وژنه خپګان کړی
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د درېیو پاکستاني سرتېرو پر وژل کېدو خپګان څرګند کړ.
ښاغلي شریف نن یکشنبه په ټویټر کې لیکلي، چې د دغو سرتېرو تر څنګ په ځانمرګي برید کې د درېیو ماشومانو وژل کېدو سخت خپه کړی دی.
د پاکستان پوځ نن یکشنبه په یوه ځانمرګي برید کې د دغو درېیو سرتېرو وژل کېدل تایید کړل.
د پاکستان صدراعظم ویلي چې د دغو سرتېرو د وینې غچ به اخیستل کېږي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې د دغسې ډېرو بریدونو مسوولیت پاکستانی طالبانو منلی دی.