جاپان د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاش ورکوي
جاپان ژمنه وکړه چې د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاش ورکوي.
دا ژمنه د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تکاشي اوکادا پرون چهارشنبې د طالبانو د حکومت د پوهنې له مرستیال وزیر مولوي فیض الله جلال سره په کتنه کې وکړه.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي اوکادا همداراز وویل، چې په افغانستان کې به د جاپان له لوري نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
ده همداراز ویلي، چې په کابل کې به د جاپان سفارت ژر بېرته پرانېستل شي.