Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2022

د سولې پر مذاکراتو سربیره، په پاکستان کې د بریدونو وجوهات او کوونکي څوک دي؟

0
د سولې پر مذاکراتو سربیره، په پاکستان کې د بریدونو وجوهات او کوونکي څوک دي؟

د خیبر پښتونخوا تر څنګ د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې پر دې سربېره وسله وال بریدونه او چاودنې کېږي چې د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان سره د مې تر ۳۰مې پورې اوربند کړی دی.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر ۱۸مه وویل چې دوی د پاکستاني حکومت او پاکستانیو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو منځګړتوب کړی او هیله لري چې دا خبرې به نتیجه ورکړي. خو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، فعالانو او قبایلي مشرانو بریدونه درېدلي نه دي. د دې بریدونو تر شا د چا لاس دی؟

د بهرمېشتو پاکستانیو چارو وفاقي وزیر ساجد حسېن طوري د مې پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې یوازې طالبان نه بلکې نورې ډلې هم فعالې دي. هغه د کومې بلې ډلې له نامه یادولو پرته وویل چې دا ټولې ډلې له پاکستان ضد هیوادونو پېسې اخلي او دوی به د دې ډلو پرضد ګامونه پورته کوي.

هغه زیاته کړه: "دا خو نورې بېلا بېلې ډلې هم مخې ته راغلې دي چې له نورو هیوادونو پیسې اخلي او د پاکستان ضد کار کوي. دوی بېلا بېلو سیمو ته ننوتي دي، نه خبرو ته تیار دي او نه له خپل شرارت څخه پرشا کېږي. د داسې ډلو پرضد به ګامونه اخیستل کېږي او داسې خلک په پاکستان کې ځای نه لري."

ساجد حسېن طوري وویل چې که څه هم د اوسني حکومت په رسمي غونډو کې تر اوسه له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو په اړه څه بحث نه دی شوی خو د ده په وینا، حکومت یې له طالبانو سره د خبرو لپاره د پوځ پوره ملاتړ کوي.

د مې پر ۱۷مه، يو پاکستاني چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته منلې وه چې د پېښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فېض حمید او ورسره نور لوړپوړي پوځي افسران کابل ته تللي‌ وو او د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره یې مذاکرات کړي دي.‌

د ټي‌ټي پي خپلمنځي اختلافات او داعش

په پاکستان کې پر ټي ټي پي سربیره بلوچ او سندۍ بيلتونپالې ډلې او د داعش تر څنګ جندالله، جیش العدل او ځينې نورې ډلې هم وخت په وخت بریدونه کوي.

د امنیتي چارو پوه او د پاکستان پخواني بریګېډیر سید نذیر مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې په کېدونکو وسله والو بریدونو کې داعش او نورې ډلې هم لاس لري. هغه زیاتوي که څه هم له پاکستانیو طالبانو سره د حکومت د سولې خبرې روانې دي خو بیا هم په طالبانو کې ښايي داسې عناصر شته چې د خپلو مشرانو خبرې ته غوږ نه نیسي.

هغه وویل: "دوی د مشرانو خبره نه مني او یا یې چې کومه موقع په لاس ورشي له هغه فایده اخلي نو داسې پوره کنټرول ماته نه ښکاري. بل له دې غاړې (پوځ له خوا) هم چې کله دوی ته داسې څه څرګنده شي چې ښايي خطرناک وي نو دوی یې په نښه کوي. نو دا یو عمل جاري دی او ورسره د سولې خبرې هم دي چې پرمختګ پکې کېږي."

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه طالبانو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ. د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ ورځ زندانونه مات شول او د تحريک طالبان پاکستان او داعش په سلګونو هغه جنګيالي له زندانونو ازاد شول چې په تېر افغان حکومت کې بندیان وو.

تر هغه وروسته په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي دي. خبریال او شنونکې سمیع یوسفزی وايي د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستانيو چارواکو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د خبرو په درې پړاوونو کې د شويو مذاکراتو په نتيجه کې بریدونه کم شوي دي.

خو حملې ودرېدلې نه دي. یوسفزی وايي: "څرګنده خبره ده چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې ډلې یا اشخاص له دې خبرو اترو ښايي راضي نه وي او یا هغه نور بهرني عناصر چې په دې قبایلي سیمو کې وو او اوس ویل کېږي چې بیا راغلي، کېدای شي چې د هغوی له خوا دا بریدونه کېږي چې دا پروژه [د سولې خبرې] ګډوډه کړي."

د سولې مذاکرات به نتيجه وکړي؟

د پاکستان حکومت پخوا هم د تحريک طالبان سره د سولې مذاکرات او اوربند کړی دی. په نتيجه کې یې ځيني وسله وال هم پرېښودل شوي دي. خو ډزبندي اوږدمهاله نه ده پاتې شوې او بریدونه هم نه دې ودرېدلي. پوښتنه دا ده چې ایا دا ځل به د سولې خبرې څه تل پاتې نتیجه ورکړي او که نه؟

سمیع یوسفزی وايي دا خبرې اترې د طالبانو د سختو غوښتنو له کبله بریالۍ نه شي او بل دا چې افغان طالبان هم کېدای شي د پاکستان په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان پرضد سخت ګامونه پورته نه کړي.

هغه زیاته کړه: "افغان طالبان نه غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد ګامونه واخلي او یا یې په زور له هیواده وباسي. دا کار ځکه نشي کولای چې دا د دوی د منشور خلاف کار دی. دوی خپل تېر رژیم د اسامه بن لادن نه سپارلو او د هغه ضد ګام نه اخیستلو له کبله قرباني کړ نو اوس هم داسې نه ښکاري چې افغان طالبان دې تحریک طالبان پاکستان یا نورې جهادي ډلې په زور له افغانستانه وباسي او یا دې پاکستان ته تسلیم کړي."

تحريک طالبان پاکستان په پاکستان کې د شريعت د نفاذ غوښتنه لري. د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه په وار وار ویلي چې دوی په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه د خپلې هغې ژمنې پوره کولو تمه لري چې ويلي یې وو خپله خاوره به د بل ضد استعمال ته نه پرېږدي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

С чего начинается любое заболевание?


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Мэр Собянин: в Москве стартовали испытания первого в РФ беспилотного трамвая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

«Забыл, сколько мне лет», «хавчик», «на чилле» и другие великие мемы от Джигана




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпустили серию автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии спорта в селах Чукотки

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпущена серия автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Ирина Хромачёва

Россиянки Хромачёва и Сизикова пробились в финал парного турнира в Рабате



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

Estischool - Школа за британською програмою



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России