مقاومت جبهې په پنجشېر کې د شپږو طالبانو د وژلو ادعا وکړه
د دې جبهې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه راغلي، چې پرونۍ حمله د پنجشېر د لومړۍ حصې د ولسوالۍ په پېشغور سیمه کې شوې.
خپلواکو سرچینو تردې دمه دا خبر نه دی تایید کړی او په دې اړه د طالبانو د حکومت چارواکو هم تراوسه څه نه دي ویلي.
