د پنجشېر اوسېدونکي: طالبانو لس ملکي وګړي نيولي
په سیمې کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې طالبانو دا کسان د جمعې په ورځ ناوخته له ځانونو سره بیول.
د پنجشېر امنیه قوماندان مولوي داد محمد بتار ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ او ویې ویل، چې د دوی کسان سیمې ته ورغلي وو، هلته یې پر ځینو کسانو شک درلود نو هغوی یې له ځانونو سره د ولسوالۍ مرکز ته د تحقیقاتو لپاره راوستل.
