طالبانو په هلمند کې د یوه قاچاقبر سوځول شوی جسد موندلی
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جان خالد ازادی رادیو ته وویل، چې د نعمت الله په نوم وژل شوی قاچاقبر له یوه انذاره پیسو سره د شاوخوا اتو ورځو راهیسې له خپله کوره لادرکه و.
د سرچنې په وینا طالبانو د نوموړي جسد په سوځېدلي حالت کې موندلی دی.
تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه.
