نيمروز کې ايران ته د قاچاق په تور يو تن نيول شوی
![نيمروز کې ايران ته د قاچاق په تور يو تن نيول شوی](https://gdb.rferl.org/6FE3CBB2-F425-422E-9435-4DED1BA3C1B1_w800_h450.jpg)
د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې ايران ته يې د نشه يي توکو د قاچاق په تور يو تن نيولى دى.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د نیمروز ولایت په سرحدي ولسوالۍ کنګ په مربوطاتو کې یو کس له ۴۰ کیلوګرامو تریاکو سره د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوی او د قانون منګولو ته به وسپارل شي."
د الهام په وينا، له نیول شوي کس څخه چې پوښتنې روانې دي.