کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوي
کابل کې د سوک وهنې سیالۍ نن پیل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې دغه سيالۍ نن له غرمې مخکې د بدني روزنې او ورزش ریاست د سوک وهنې په فدراسیون کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ پيل شوي.
د دې رياست په وينا، دغه سيالۍ به د درېیو ورځو لپاره دوام ولري.
د دې لوبو موخه د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول او ورزش ته وده ورکول ښودل شوي.