اوکراین کې محکمې دوو روسي سرتېرو ته سزا ورکړه
د اوکراین یوې محکمې دوه روسي سرتېري پر ملکي اهدافو په برید مجرم پېژندلي او دواړو ته یې د یوولس نیم کال حبس سزا اورولې ده.
دا سرتېري تورن دي چې د فبروري په ۲۴مه یې د خارکییف سیمې په دریو ختیځو ښارونو کې د استوګنې پر څو ودانیو او یوه ښوونځي د هاوان ډزې کړي.