پاکستان او هند د اټومي تاسيساتو او بنديانو لېستونه تبادله کړل
دواړو هېوادونو پرون په رسمي بیانونو کې د دې اقدام خبر ورکړی دی.
دغه فهرستونه په اسلام اباد او نوي ډیلي کې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتانو له لارې تسلیم شول.
دغه اقدام د ۱۹۸۸م کال د تړون پر اساس شوی دی.
هند او پاکستان په ۱۹۴۷م کال کې د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته د کشمیر پر سر کړکېچنې اړیکې لري، چې تر اوسه یې په خپلو کې درې واړه جګړې کړې دي.
