مکسيکو کې پر زندان د وسلهوال يرغل له امله ۱۴ کسان وژل شوي
د مکسیکو د چي واوا ایالت د څارنوالۍ دفتر ویلي، لس امنیتي پوځیان او څلور بندیان هغه وخت ووژل شول، چې حمله کوونکي په پوځي موټرو کې د دغه ایالت یوه زندان ته له رسېدو سره سم ډزې پیل کړې.
د یکشنبې د ورځې په دې حمله کې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي حمله کوونکو هڅه کوله بندیان خوشې کړي.
د حملې پر مهال لږ تر لږه ۲۴ بندیان په تېښته بریالي شوي دي.
