کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله د وژل شويو شمېر ۱۴ ته رسېدلی
الجزیرې ویلي چې، د طالبانو یوې سرچینې هم د مرګژوبلو زیاتېدا تایید کړه.
پرون د دې چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه ښوول شوی و.
چاودنه پرون سهار د کابل ښار نظامي هوايي ډګر په بهرني قرول کې وشوه چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله واوښته.
